برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ مرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

اسماعیل خان: د هرات د سقوط په اړه اندیښنه نشته

آریانانیوز: په هرات کې د خلکو د پاڅون ځواکونو قوماندان امیر اسماعیل خان ډاډ ورکړ چې هرات به د طالبانو لاس ته و نه وځي ، خو د طالبانو له پراخو او پلان شویو بریدونو سره د مقابلې لپاره یې له مرکزي حکومت څخه د زیاتو وسلو او پوځي تجهیزاتو غوښتنه وکړه.


د هرات جهادي او ولسي پاڅونونو قوماندان امیر اسماعیل خان په هرات کې د اوسني وضعیت په اړه وویل چې د طالبانو بریدونه بند شوي ، خو په دغه ولایت کې جګړه روانه ده. ښاغلي اسماعیل خان زیاته کړه چې د طالبانو په لاس د هرات د سقوط په اړه هیڅ اندیښنه نلري.

له بلې خوا ، قوماندان اسماعیل خان په مرکزي حکومت غږ وکړ چې دوی ته نوي او ډیر تجهیزات ورکړي ، ویې ویل: حکومت له موږ سره د ځینو وسلو مرسته کړې ، خو دا کافي ندي. موږ د نورو غوښتنه کړې او موږ هیله لرو چې دوی به دا موږ ته برابر کړي.

په هرات ښار باندې د طالبانو لخوا په لویه کچه بریدونه پلان شوي چې دا بریدونه د ولسي بسیج او همدارنګه د امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله شنډ شوي دي.

له بلې خوا ، د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوي او د دې جګړې پای لا هم نامعلوم دی.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي