برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسلامی ایران ۱۲۰ تنه افغان بندیان خپل هېواد ته وسپاري

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په کابل کې دخپل سفارت په حواله وایې، افغان حکومت تیره ورځ ۵ تنه ایراني بندیان خوشي کړي نو ایران به هم په نږدې راتلونکې کې ۱۲۰ تنه افغان بندیان خپل هېواد ته وسپاري.


په افغانستان کې دایران سفارت دکونسلي چارو مسوول محسن رضایې یاد خبري اژانس ته وویل، خوشي شوی ایرانی بندیان په کابل کې دحامد کرزي نړیوال هوایې ډګر څخه تهران ته ولیږدول شول.
د رضایي په خبره، د ايراني بنديانو د خوشې کولو په بدل کې به په نږدې راتلونکې کې د دوى حکومت هم ۱۲۰ افغان بنديان خوشې كړي او خپل هېواد ته به يې ولېږدوي.
سرچینه زیاتوي ، شاوخوا دولس کاله وړاندې دایران او افغانستان ترمنځ دبندیانو دتبادلې یو تړون لاسلیک شو چې تر دې دمه ۶۲۰ تنه افغان او ۵۳ تنه ایراني بندیان تبادله شوي دي.
ویل کیږي دغه نیول شوي کسان تر ډيره د نشه یې توکو په تړاو نیول شوې دي.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

شریک یي کړئ!