برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اتلس کاله په اور کې

آریانانیوز: تېره ورځ چې د اکتوبر۷مه نیټه او د امریکا په مشرۍ د ناټو د جنګي ائتلاف له لوري د افغانستان د اشغال د پیل لومړۍ توره ورځ وه؛ پر خواله رسنیو د هیوادوالو له لوري د پراخي غندني ترڅنګ؛ پلازمېنه کابل کې د یو شمېر لوستو وطنپالو ځوانانو د اشغال غندني په موخه د یو لوی سیمینار تابیا کړې وه، چې د هیواد یو لوی شمېر علمي، سیاسي کدرونو د ښوونځیو او پوهنتونونو استاذانو او ګڼ شمېر نورو خواخوږو هیوادوالو په کې ګډون درلود؛ دوی ټولو د اشغال ناخوالې او مظالم په رڼو شواهدو او مستندو دلایلو روښانه کړل، ورپسې یې په یوه خوله د اشغال غندنه او له اشغالګرو یې د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وکړه.»
مطلب وړاندې زیاتوي « دوی خپل سیمینار (اتلس کاله په اور کې) هم په داسي نوم نومولی چې د افغانستان روان حالت په حقیقي بڼه انځوروي، اشغالګر او د هغوی کورني ملاتړي خو سره له دې چې زموږ په هیواد کې یې اور بل کړی او زموږ مظلوم هیوادوال یې د اور پر سره تبۍ کینولي؛ بیا هم دا خپل ټول مظالم او وحشتونه د پرمختګ او ترقۍ په نوم تلقي کوي، چې دا یو بل ظلم دپاسه ظلم بلل کیږي.»
د طالبانو په خبره، د سیمینار جوړوونکو ددې غونډې په رابللو په حقیقت کې د خپل ولس د زړه اواز ته انعکاس ورکړ « ظاهراً خو دا د یو شمېر لوستو او با احساسه افغانانو له خوا رابلل شوی سیمینار و، مګر په حقیقت کې همدا د ټول ځوریدلي ولس د زړه آواز دی، په دې کې هیڅ شک نشته چې ټول افغان ولس له اشغال او اشغالګرو څخه ترپوزي پوري رسیدلي»
یاده دې وي، چې د «اتلس کاله په اور کې» سیمینار په افغانستان باندې د امریکا د یرغل د اتلسم کال د پوره کېدو په مناسبت د سولې محور له لوري په کابل کې راغوښتل شوی وو.

شریک یي کړئ!