برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, 4 آوریل , 2020 لنډ لینک :

۱۲۹کیلو ګرامه نشه ایزی توکي ونیول شوي

آریانانیوز: دیوی رپوټ په اساس کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو هرات ولایت کې یو شمېر ډېر نشه یي توکي نیولي دي
خبرپاڼه کې راغلي چې د کرستال له ډوله ۱۲۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هرات – اسلام قلع پر لاره د پولیسو لخوا نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت ویلي، قاچاق وړونکو غوښتل یاد توکي د هرات مرزي ولسوالیو ته انتقال کړي، چې د پولیسو لخوا ونیول شول
ویناپاڼه زیاتوي چې د دغو نشه یي توکو د قاچاق په تور شپږ کسان نیول شوي، چې یو میل کلاشینکوف او دوه عراده موټر ورسره نیول شوي دي.

شریک یي کړئ!
ټکي
[bws_google_captcha]