برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 15 سپتامبر , 2019 لنډ لینک :

یوه نفوذي پولیس خپل ۱۲ ملګري په ډزوو وژل

آریانانیوز: کندهار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وویل، تېره شپه شا‌ولي‌کوټ ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس خپل ۱۲ ملګري په ډزو وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي او تښتېدلی دی
د ياد ولايت د امنيې قوندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی یوازې پېښه تاییدوي؛ خو د جزياتو په اړه وايي، چې سيمې ته يې يو پلاوی لېږلی او له رسنيو سره به نور جزيات وروسته شريک کړي
د سرچینې په وينا، ياد پولیس له تېر یو کال راهیسې په دغه امنیتي پوسته کې دنده درلوده
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي