برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 3 نوامبر , 2019 لنډ لینک :

ډېر ژر به د رايو بيا شمېرنه پيل کیدا

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، د رايو بيا شمېرنې لپاره پوره چمتووالی نيول شوی دی او ډېر ژر به دا پروسه پيل شي
د ياد کمېسيون غړی اورنګ‌زېب وايي، درملوګ شرکت له ۸۶ زرو نه ډېرې رايې باطلې اعلان کړي دي. د نوموړي په وينا، له يو ميليون او ۹۲۹ زرو نه ډېرې رايې د کمېسیون مرکزي سرور ته لېږدول شوې؛ خو درملوګ شرکت يو ميليون او ۸۴۳ زره او ۱۰۷ رايې د باور وړ بللي
اورنګ‌زېب زياتوي، درملوګ شرکت له ۸۶ زرو نه ډېرې رايې د تکراري تصوير، له بل تصوير نه تصوير اخيستل او د هغو رايو چې د ټاکنو په ورځ سهار مخکې له ۷ بجو او يا هم د مازديګر له پنځو بجو وروسته کارول شوي باطلې اعلان کړې دي
نوموړی همداراز وايي، هغه شمېرې چې درملوګ شرکت له لوري ورکړل شوې دي څېړي تر څو د خلکو ګډون مشخص شي
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ياد غړی زياتوي، د عقرب مياشتې په ۲۳مه نېټه د پايلو د اعلان ځند ته هېڅ تخنيکي ستونزه نه ده موجوده
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د عقرب مياشتې په ۲۳مه نېټه او وروستۍ هغه يې د ليندۍ مياشتې په ۱۵مه اعلان شي.

شریک یي کړئ!
ټکي

ډېر لوستل شوي