برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 10 ژوئن , 2018 لنډ لینک :

په کابل کی دسولی اواوربند دغږ بدرګه

وروسته له هغه چې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان شو، په کابل کې یو شمېر ځوانانو د سولې غږ اوچت کړ او د طالبانو او حکومت له لوري يې د اختر په مناسبت د اوربند اعلان وستایه او دا یې د تلپاتې سولې لپاره لومړی غوره او عملي اقدام وباله.


دوی چې له ځانونو سره یې د طالبانو او افغانستان بیرغونه لیږدول، د سولې شعارونه یې پورته کول او د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخوندزاده د انځور تر څنګ یې د اشرف غني انځور رسم کړی او له دواړو یې مننه کړې چې د اوربند اعلان یې کړی دی.
د یادونې وړ ده چې نن طالبانو په یوه بې ساري اقدام کې د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ او جنګیالیو ته یې هدایت کړی چې په دغو ورځو کې دي تعرضي بریدونه نه کوي، البته د دفاع پوره حق لري. د طالبانو په خبرپاڼه کې بهرنیان مستثنی بلل شوي او د هغو بندیانو د خوشي کېدو اوامر صادر شوي چې ژمنه کوي بیابه د حکومت په لیکو کې د طالبانو پر ضد وسله نه اوچتوي.
ددې تر مخه د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني هم د روژې د ۲۷ څخه بیا د اختر تر ۵ پوري د اوربند اعلان وکړ او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی چې په دغه موده کې دي چاپې، بمبارۍ او تعرضي بریدونه کوي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه