برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ټورنټو کې د افغانستان او کاناډا ترمنځ تجارتي غونډه پیل کیږي

آریانانیوز: ټاکل شوې ده چې د چارشنبه په ورځ د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغانستان او کاناډا ترمنځ یوه تجارتي غونډه پیل شي.


یو شمیر افغان سوداګر او پانګوال په دې غونډه کې د ګډون په هدف ټورنټو ته رسیدلي دي.

د افغانستان – کاناډا د تجارتي فدراسیون عملیاتي مشر شاپور احمدي د سه شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل: هڅه کیږي چې په دې غونډه کې سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.

” افغانستان پانګونې او پانګوالو ته اړتیا لري. نو د هیوادونو ترمنځ چې ددې هدف لپاره هر اقدام ترسره کیږي هغه بې له شکه چې د افغانستان په ګټه دی.“

د افغانستان- کاناډا دا سوداګریزه غونډه به څلور ورځې دوام وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونې پر ریس سربیره یو شمیر افغان ښځینه او نارینه سوداګر برخه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي