برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی کرونا ویروس پېښې مخ په ډېرېدادی

آریانانیوز: عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۱ نورې پېښې هم زیاتې شوې دي، چې ډېری تازه پېښې کابل کې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح په ویوی خبري کنفرانس کې وویل، چې بیا هم د تېر په څېر تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس تازه پېښې ثبت شوې دي
د هغه په وینا کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، پکتیا، غزني فراه، لغمان، هلمند، سرپل، بدخشان، کونړ، پروان، زابل، پکتیکا، پنجشیر، جوزجان، سمنګان، بغلان لاو وردک ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۱ نورې پېښې ثبت شوې دي
په هیواد کرونا ویروس د اخته کسانو اعلان شوې شمېره ۴،۴۰۲ ده، چې له همدې شمېر څخه ۱۲۰ کسان مړه شوي او ۵۵۷ کسان بېرته رغېدلي دي
په داسې حال کې چې هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، خو یو شمېر ولایتونو لکه بلخ او ننګرهار کې قرنطین مات شوی، او خلک ته د کار اجازه ورکړل شوې ده
نوره نړۍ کې بیا هېوادونو داسې مهال قرنطین په تدریجي ډول مات کړی، چې هلته د یاد ویروس د پېښو شمېر کې کموالی راغلی دی، خوپه هیواد کې دا چاره برعکس پلې شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي