برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, 29 سپتامبر , 2018 لنډ لینک :

په سعودي کې د ګډ حکومت له چارواکو سره ناسته

آریانانیوز: طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې دوی د سولې او راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنيت په اړه په سعودي کې د ګډ حکومت له چارواکو سره ناسته کړې ده.



د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، چې په سعودي کې د کابل او طالبانو د استازو د ناستې په ا ړه د رویټرز خبري اژانس راپور درواغ دی.
الجزيرې ټلويزون هم د د يوې امنيتي سرچينې له خولې ليکلي، چې د طالبانو او سعودي حکومت ترمنځ ناسته نه ده شوې.
رويټرز خبري اژانس تېره ورځ په خپل راپور کې ويلي و، چې د طالبانو استازو په سعودي کې د کابل حکومت له چارواکو سره کتلي او په دغه ناسته کې د راتلونکو ټاکنو د امنيت او سولې په اړه خبرې شوي دي.
د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ د دې راپور په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.
طالبان له پيله د کابل اوسنۍ اداره د اشغال لاندې بولي او ټينګار کوي، چې د اوسني حکومت او اشغال تر سيوري لاندې د ټاکنو ترسره کېدل بې معنا خبره ده او په دې اړه يې هېڅکله له چا سره خبرې نه دي کړي.
له تېرو څو مياشتو راهيسې د رويټرز او بي بي سي په ګډون ځينې رسنۍ داسې راپورونه خپروي، چې د طالبانو استازو د قطر پر ځای په سعودي او يا هم اماراتو کې د کابل حکومت له چارواکو او يا هم د ملګرو ملتونو له استازو سره ليدلي دي.
طالبان په دې باور دي، چې د دغو راپورونو تر شا يوازې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د کمزوري کولو هڅه ده او ټينګار يې کړی، چې د سياسي چارو لپاره د دوی يوازينی ادرس د قطر دفتر دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې امریکا او ملګري ملتونه دې د رښتيني ادرس پر ځای له جعلي ادرسونو او کړيو سره له اړيکو نيولو ډډه وکړي.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه