برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, 8 ژانویه , 2021 لنډ لینک :

په افغانستان کې د کورونا وروستۍ شمېرې؛ د ناروغانو شمیر ۵۳ زره او ۱۰۵ تنو ته ورسید

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت په وینا ، په ټول هیواد کې د کورونا ویروس د 94 نوی مثبتو پیښو ثبت سره ، په افغانستان کې د دې ویروس مجموعي شمیر 53،105 خلکو ته رسیدلی...


د دې وزارت د معلوماتو پر اساس ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۱۸۲۰ شکمن کوروناویروس نمونې و ازمول شوې.

د روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ناروغۍ په پایله کې ۷ تنه مړه شوي او نور ۱۳۶ کسان روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبتولو سره ، په هیواد کې د کورونوایرس مجموعی شمیر ۵۳ زره او ۱۰۵ ټنو ته ورسید.

په هیواد کې د کورونا ویروس په پایله کې د مړینو شمیر ۲ زره او ۲۴۴ تنو ته رسیدلی او د روغیدو شمیر یې ۴۲ زره او ۶۶۶ تنو ته رسیدلی.

 

 

شریک یي کړئ!