برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کې به پر فېسبوک بندیز ولګول شي

آریانانیوز: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر خبرداری ورکوي چې که د فېسبوک کمپنۍ د حکومت پالیسۍ په پام کې ونه نیسي، په افغانستان کې به پر فېسبوک بندیز ولګوي.


شهزاد اریوبي پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د فېسبوک کمپنۍ ته به یو رسمي لیک واستوي چې په افغانستان کې د فیسبوک فعالیتونه له مقراراتو سره سم کړي.
ده وویل چې وزارت یې په ځانګړي ډ‌ول له فېسبوک څخه د جعلي او نامعلومو حسابونو (اکاونټونو) د بندولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري ځکه چې دا اکاونټونه په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو په منځ کې نارامي او اخلال رامنځته کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دا څرګندونې ۱۳ورځې وروسته له دې وکړې چې وزارت یې وویل چې په افغانستان کې د فېسبوک د محلې کولو موافقه یې له دې کمپنۍ سره لاسلیک کړې ده.
د مخابراتو وزارت له هغې خبرپاڼې سره سم، چې د مارچ په ۳۰ یې خبره کړه، دا موافقه د فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو د مصونیت لپاره شوې او دغه راز د دې موافقې له مخې به په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي