برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

په افغانستان کښې بهرني داعشيان ښځو ته فوځي ټرېننګ ورکوي

د افغانستان د جوزجان د پوليسو يو چارواکي وويل، د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کښې يو شمېر بهرنيانو ځينې ښځې د داعش ډلې ليکو ته جذب کړې او ورته فوځي ټرېننګ ورکوي.
د درزاب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ سرپرست امان الله له وويل، يو شمېر بهرنيان چې د داعش ډلې په جوړښت کښې ښځو ته فوځي ټرېننګ ورکوي، شمېر يې لږ تر لږه ٢٠ کسانو ته رسيږي.
هغه څرګنده کړه، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په هر ګروپ کې ٦٠ ښځې شاملې دي چې په مغل او سردره کليو کښې په فوځي ټرېننګ بوختې دي.
نوموړي دغه خبرې ته هم اشاره وکړه چې د بهرنيو صلاحکارانو دغه ٢٠ کسيز ګروپ په دې وروستيو کښې له ننګرهار ولايت څخه د جوزجان درزاب ولسوالۍ ته راغلى چې ښځو ته تر ډېره مذهبي او فوځي مسايل ور زده کړي او فعاليتونه يې له يوې مودې راپه ديخوا شروع شوي او په يوه هفته کښې دوه ځلې ښځې يوځاى سره راټولوي او بيا ورته د ضرورت مطابق ټرېننګ ورکوي.
خو محمدرضا غفوري په درزاب ولسوالۍ کې د امنيتي وضعيت د ترېنګلتيا منلو ترڅنګ وويل، د درزاب ولسوالۍ اتيا سلنه سيمې د داعش ډلې تر ګواښ لاندې دي.
نوموړي د داعش ډلې له لوري د ښځو د روزنې په اړه بې خبري وښوده او وې ويل، داعشيانو به پخوا کم عمره ماشومان د جنګ لپاره تیارول او هغوى ته به يې د جنګ مسايل ور زده کول، خو دا چې دوى دې په دې وروستيو کښې ښځو ته د زده کړو لړۍ هم پيل کړې وي؛ دې ترې خبر نه لري.
نوموړي ياد ټکي ته هم اشاره وکړه، د داعش ډلې غړي هڅه کوي چې په دغه سيمه کې د دعوت لپاره د خپلو کسانو شمېر زيات کړي.
له دې سره په يو وخت د سيد مکرم په مستعار نوم د درزاب ولسوالۍ يو اوسېدونکي وويل، سربېره پر دې چې داعش ډلې غړو ته په دې وروستيو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو بيا هم په قوش تپه او درزاب ولسواليو کښې فعاليت کوي.
ياد کس زياته کړه، يواځې په قوش تپه ولسوالۍ کې د يادې ډلې د فعاليتونو کچه راکمه شوې، خو په درزاب ولسوالۍ کښې داعشيان په پراخه خپل فعاليتونه کوي.
نوموړي څرګنده کړه: “په دې وروستيو کښې ډېر شمېر بهرنيان سردرې او مغلو کليو ته راغلي چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي او موږ پرې نه پوهېږو، په دې سربېره داعش ډله هم له حکومتي ځواکونو او هم طالبانو سره جنګ کوي؛ په درزاب ولسوالۍ کې له پراخه نظامي واک برخمن دي.”
خو د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، داعشيان په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې فعاليت کوي چې يو شمېر بهرني استادان هم ورسره شته دي.
هغه څرګنده کړه، که څه هم د دوى يو شمېر بهرني کسان د هوايي ځواکونو په وروستيو بمبارونو کې وژل شوي، خو بيا هم د يادې ډلې په جوړښت کې شاوخوا ٢٠ بهرنيان فعاليت کوي.
نوموړي هم د داعش ډلې له لوري د ښځو د ټرېننګ په اړه بې خبري څرګنده کړه.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل، داعش ډله يو شمېر کم عمره ماشومان د جګړې لپاره چمتو کوي او په دې اړه کره معلومات لري.
درزاب ولسوالۍ د شبرغانو ښار لوېديځ کې په ١٠٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې ډېرى برخې يې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې دي.

شریک یي کړئ!