برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ حمل , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پرعبیدالله بارکزي باندی برید

آریانانیوز: د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، د لومړنیو تحقیقاتو په اساس حمله کوونکو د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي سره لومړی پر ټيلیفون خبرې کړي او وروسته يې وژلی دی.


عبیدالله بارکزی د شنبې په ورځ درې بجې د کندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.
وسله والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي.

شریک یي کړئ!