آریانانیوز: دیوراپورپه اساس عبدالرشید دوستم وايي، د هیواد په شمالي ولایتونو کې داعش ډلې پراخ نفوذ کړی او دی به یې په وړاندې پراخ نظامي عملیات پیل کړي
دوستم چې د قاطع ماموریت له چارواکو سره يې د جوزجان په مرکز «شبرغان» کې خبرې کولې، وویل « داعش ډلې په شمال کې پراخې سیمې خپلې کړې، موږ به د ټولو وحشت خپروونکو په وړاندې پراخ عملیات پیل کړو
د دوستم په قول، په شمال کې د عملیاتو پیلولو په تړاو یې د ناټو او قاطع ماموریت له چارواکو سره خبرې کړې او ژر به د عملیاتو د پیل او ځای په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي
دوستم داسې مهال په شمال کې د داعش په وړاندې د عملیاتو د پيل خبر ورکوي، چې یو شمېر سرچینې وایي، د طالبانو له لوري حکومت ته په پناه مجبور شوي داعشیان بیا ځلې د وسلوال فعالیت په موخه په شمالي ولایتونو کې ځای په ځای کېږي
د شنونکو په باور، د دوستم په شمول د ګډ حکومت چارواکي او بهرنیان غواړي یو ځل بیا داعش وسلوالو ته په شمال کې د فعالیت زمینه برابره کړي او په همدې پلمه د هغوی په وړاندې د نظامي عملیاتو په نامه د پښې ټینګولو ځای ولټوي.