برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 10 فوریه , 2020 لنډ لینک :

له امریکا سره دسولې دخبرو اترود اوږدیدا په اړه دطالبانو اعلامیه

آریانانیوز: دطالبانو ډلي د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا څخه وغوښتل چې خپلو هغو پلمو او ټکټیکونه ختم کړي کوم چې دسولې د خبرو اترو بهیر اوږدوي.
دغه اعلامیه چې د طالبانو ډلي په رسمي ویپ سایټ کې خپاره شوې ده
له امریکا سره د سولې دخبرو اترو د بهیر په اړه وایی چې د افغانستان خلګ په ځانګري توګه د دغه هیواد سیاستوال ګډ نظر لري چې دافغانستان د اوسنۍ کړکیچ مهم دلیل په دغه هیواد کې د بهرنیانو شتون او نیواک دی او تر څو چې دغه نیواک دوام ومومي ددغه کړکیج لپاره هم کوم حل لاره نشو موندلای .په دغه اعلامیې کې په افغانستان کې دسولې د ټینګولو په تاکید او دسیاسي ګونډونو اوسیاستوالو غونډې ته په اشارې سره راغلې ده چې په دغو غونډو کې ویل شوي دي چې دامریکا په وسیله د سولې د موافقې لاس لیکیدل ، د غوښتنو د نه مطرح کیدا ،د مشروطو پلمو څخه دي.
طالبانو زیاتوي چې خلګو له یوه پلوه غواړي چې نیواک ختم شي او دسولې له بهیره ملاتړ کوي او له بلې خوا هم د اشرف غني پر حکومت چې دخپل حکمراني د دوام لپاره دسولې په بهیر کې خنډ رامینځ کړې نیوکه کوي. اعلامیه زیاتوي چې دافغانستان ټولو خلګو غواړي چې نیواک ختم شي او که چیرې امریکائیانو په رښتیا ډول ولسواکۍ ته اعتقاد لري با د خلګو غوښتنې ته په احترام سره خپل ځواکونه له افغانستا نه وباسي .طالبانو دافغانستان د روانو شخړود دوام دلیل د امریکا پلمې او ځنډیدا و ګڼلې او له امریکا یې وغوښتل چې د سولې دبهیر لپاره جدي ګامونه پورته کړي او خپل مسولیت سرته ورسوي .د دغې ډلې
په دغه رسمي ویبسایټ کې په صراحت سره ذکر شوي چې طالبانو د نیواک د ختمولو لپاره د خبرواتر په بهیر کې خپل ټول مسولیتونه ترسره کړي دي او تراوسه هم دغه بهیر ډیر مهم ګڼي او ددې لپاره چې له یوه لاسه غږ نه پورته کیږي نو بل خواوي هم باید د خلګو ږغو ته په توجه سره خپل مسولیت ترسره کړي او د پلمو په را وستلو د ځنډولو له رودې څخه کار وانخلي .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي