برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 18 آوریل , 2021 لنډ لینک :

له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو وتل په اړه د بشری حقونو د څار ډلې غبرګون

آریانانیوز: د بشري حقونو د څار ډلې په یوه بیان کې له متحده ایالاتو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د پراخه ملاتړ ژمنه وکړي...


د بشري حقونو د څار ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتیرو د وتلو اعلان د ناامنیو د ډیریدو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د متحده ایالاتو حکومت باید د پوهنې او روغتیا برخو کې ، په ځانګړي ډول د انجونو او ښځو لپاره خپلې مرستې ګړندۍ کړي او همدارنګه د خپلواکو رسنیو ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو د څارنې په وینا ، د جګړې د پراخېدو ګواښ د بشري حقونو لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي او په افغانستان کې بشري کړکیچ لا پراخه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې ټول امریکایي سرتیري به د روان کال د سپټمبر په ۱۱ نیټه له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه