برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 23 سپتامبر , 2018 لنډ لینک :

عسکرو ګروند ګر وژلی او قومي مشران يې بې عزته کړي دي

آریانانیوز: په ميدان وردګ ولايت کې امنيتي عسکرو له پوستې څخه يو کروند ګر د اوبو لګولو پرمهال په ډزو ويشتلی او وژلی دی.


دغه پيښه تيره ورځ مازيګر شاوخوا ۴ بجې د ميدان وردګ ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي د درې په دواب کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سميع الله په نامه يو کروند ګر په خپله کرونده کې په اوبو لګولو بوخت و.
ځايي سرچينې نن ټکي اسیا ته ويلي دي چې له پيښې وروسته د سيمې قومي مشران سيد اباد ولسوالۍ ته د پيښې د څرنګوالي او علت له پاره لاړل ترڅو معلومه کړي چې ولې دا ولسي وګړی بې ګناه ووژل شو او بايد په راتلونکې کې ددغه ډول پيښو مخه ونيول شي، چې د ولسوالۍ د چارواکو له لوري ورته بد رد وويل شوي دي او له ولسوالۍ څخه شړل شوي دي.
د سرچينې په وينا څو ورځې وړاندې هم په ياده سيمه کې افغان امنيتي عسکرو يو بل بې ګناه ولسي وګړی هم وژلی و.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هیواد په بيلابيلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري په چاپو او بريدونو کې ډيری ولسي وګړي وژل شوي دي او دا لړۍ ورځ تربلې دوام کوي چې عام افغانان يې انديښمن کړي دي.
تيره ورځ هم د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې افغان ځانګړو ځواکونو په يو کلي چاپه اچولې وه چې د سپين ږيرو او ماشومانو په ګډون يې ۱۶ تنه ولسي وګړي وژلي وو.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي