برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 14 اکتبر , 2018 لنډ لینک :

طالبان ۲۵ تنه عسکر يې وژلي دي او ۱۲ نور يې ژوندي نیولي.

آریانانیوز: د فراه په پشترود ولسوالۍ کې طالب سرتېرو دوه قرارګاوې نیولې، چې ۲۵ تنه عسکر يې وژلي دي او ۱۲ نور يې ژوندي نیولي.


طالبان وايي د پشترود مرکز ته څېرمه يې تېره شپه په پنځه ساعته جګړه کې دوه قرارګاوې نیولې دي.
د طالبانو خبرپاڼه لیکي، د باغ او کلا په نوم دوه قرارګاوې د دوی د سرتېرو لاس ته ورغلې دي.
دوی پخپله رسمي پاڼه د نیول شویو سپکو او درنو وسلو د تصویرنو تر څنګ د نیول شويو عسکرو تصویرونه هم خپاره کړي دي.
د فراه چارواکو تر اوسه په د دې قرارګاوو د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!