برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

روسیه: د افغانستان په شمال کې د قومي اعتراضونو په اړه اندېښمن یو

آریانانیوز: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د افغانستان په شمال کې د توکميزو مسايلو پر سر د لاريونونو پر پراخېدو اندېښنه څرګنده کړه.


ماریا زاخارووا وویل چې د افغانستان په شمال کې د اعتراضونو لامل د غیر قانوني کړنو په تور د طالبانو د یوه ازبک قوماندان نیول وو.

نوموړی وویل: موږ هیله مند یو چې نوي چارواکي به د ویجاړونکو عناصرو هڅونې ته تسلیم نه شي ترڅو د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره نژادي کرکه رامینځته کړي.

تېره اوونۍ په فاریاب ولایت کې د ازبک طالب قوماندان مخدوم عالم یو شمېر پلویانو د هغه د نیولو پر ضد لاریون وکړ. دغه لاريون دوه ورځې دوام وکړ او د راپورونو له مخې مرګ ژوبله هم واوښته.

طالبانو ویلي چې مخدوم عالم د “اختطاف” په تور نیول شوی دی.

شریک یي کړئ!