برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

روسیه: امریکا غواړي د افغانستان سرحدات وضعیت بې ثباته کړي

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې امریکا او متحدین یې اوس کوشش کوي له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې وضعیت بې ثباته کړي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف ویلي: امریکا هڅه کوي د افغانستان سرحدات وضعیت بې ثباته کړي.

سیرومولوتوف وویل چې امریکا او متحدین یې اوس په دقت سره کوشش کوي چې د افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې وضعیت بې ثباته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړه چې روسیه د منلو لپاره کره دلایل لري چې داعش وسله وال په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د سپټمبر د یولسمې تروریستي برید عاملین دي.

سیرومولوتوف وویل، موږ د دې لپاره هم جدي دلایل لرو چې باور وکړو دا داعش و چې په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه یې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې ترهګریز برید ترسره کړ چې دوه کارکوونکي او یو شمېر ملکي وګړي یې ووژل.

د روسیې د بهرنیو چارو د مرستیال په وینا، په عمل کې د بدنام “کنټرول شوي ګډوډي” مفهوم شواهد شتون لري.

 

شریک یي کړئ!