برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 24 مارس , 2020 لنډ لینک :

د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره

آریانانیوز: درسنیوپه راپورحکومت د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره د دولتي ادارو کاري مهالوېش کې درې ساعته کموالی راوستی
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون یوه اعلامیه کې ویلي، یاد پلان د ۱۳۹۹ کال د کابينې په لومړۍ ناسته کې تاييد شو
سر له یکشنبې ورځې وروسته د روغتیا وزارت پرته د کابل او ولایتونو په ټولو دولتي ادارو کې عملي کېږي
د دغه پلان له مخې د دولتي ادارو رسمیات سهار ۸ بجې پیلېږي او له وقفې پرته د ماسپښین ۱ بجه پای ته رسېږي
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون اعلامیه کې ویل شوي، هغه وزارتونه او ادارې مکلفې دي ترڅو د هغو برخو کارکوونکي چې فعالیتونه یې اړین دي، دوه کاري شېفټونو د سهار له اتو بجو بیا له غرمې وروسته تر یوې بجې او له یوې بجې بیا د مازدیګر څلورو بجو پورې تنظیم کړي
دغه کمېسیون وايي، وزارتونه او ادارې مکلفې دي چې خپلې غونډې د ويډیو کنفرانسونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې تنظیم کړي.

شریک یي کړئ!
ټکي