آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دپکتیا ولایت امنیتي سرچینو وویل دغه دوریشت بندیان چې دوسلوالو اقداماتو د ترسره کولو په جرم بندیان شوي وو د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار له یوه زندان څخه وتښتیدل .
همدارنګه د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت له زندان څخه د بندیانو د تښتې په تائیدولو سره د هغو شمیر اوه تنه اعلان کړ. او ویې ویل دغه کسان د زندان د کړکیو په ماتولو سره په تښتې بریالي شوي دي .هغه وویل د تښتیدلیو بندیانو د بیا نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي .