برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 23 آوریل , 2018 لنډ لینک :

د نشه يي توکو ترلاسه کولو لپاره په زور کار کول

د کندهار ښار یوه اوسېدونکې وايي، خاوند یې پر نشه یي توکو روږدی دی او د دغو توکو ترلاسه کولو لپاره نه یوازې دا وهي او ټکوي یې، بلکې په زور یې کار کولو ته مجبوره کړې ده.


نسیمې (مستعار نوم) چې شاوخوا ۳۸ کاله عمر لري پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ مجبوره ده له سهاره تر ماښامه کار وکړي څو هم خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کړي او هم د خاوند د نشه یي توکو پیسې ورکړي.
هغه چې د پنځو اولادونو مور ده، زیاتوي که دغه کار ونه کړي نو هره ورځ د خاوند له خوا وهل کېږي او سپکې سپورې ورته ویل کېږي.
دا وايي، د خاوند د جبر داستان یې یوازې پر همدې ځای پای ته نه رسېږي، بلکې د دې وړه لور یې هم د نشه یي توکو ترلاسه کولو په موخه په ۹۰زره پاکستانۍ کلدارو پلورلې چې دا یې د بېرته خلاصون هڅه کوي.
نسیمه چې د خپل خاوند او کورنۍ له وېرې په ډېر کړاو مرکې ته حاضره شوه، د خپل تریخ ژوند کیسه په دې ټکو پيل کړه: ((پوره اتلس کاله مخکې د شلو کلونو وم چې کورنۍ مې یوه ځوان ته واده کړم، همدا زما د ژوند د بدمرغیو پيل و، خاوند مې له لومړیو شپو راسره ښه نه و، د شپې به تر ناوخته ورک و او کرار کرار خبرېدم چې پر نشه يي توکو روږدی دی.))
دا وايي، له وېرې یې چا ته شکایت هم نه شو کولای او دغه حالت یې تر کلونو وزغامه.
د دې په خبره، یو وخت داسې هم راغی چې خسرګنۍ دوی په داسې حالت کې جلا کړل چې د درېیو- څلورو اولادونو مور شوې وه او خاوند یې هم داسې حالت ته رسېدلی و چې د کار او روزګار نه و.
دا وايي، له ناکامه یې په یوه کنډواله کور کې واړول او همدلته یې د ترخه ژوند یو بل پړاو پیل شو.
نسيمې وویل: ((خاوند مې هره ورځ له کوره توکي پټول او پلورل او بیا یې پرې نشه يي توکو رانیول، ما یې مخنیوی کاوه خو هغه به وهلم او ټکولم، اولادونو ته په کتو ور څخه جلا کېدای هم نه شوای او د هغوی په خاطر مې هر څه زغمل.))
دا وايي، د وخت په تېرېدو یې خاوند د کور ټول قیمتي توکي وپلورل او چې د پټولو لپاره یې څه نه شول موندلای نو دا یې په زور مجبوره کړه چې کار وکړي او د هغه د نشه يي توکو پيسې ورکړي.
دغه مېرمن زیاتوي، خاوند یې د دې تر څنګ دوولس کلن زوی هم د دې پر ځای چې ښوونځي ته ولېږي، له یوه مستري سره شاګرد کړ او له مستري یې ژمنه اخیستې چې د زوی پر ځای به پیسې ده ته ورکوي.
نوموړې وویل، اوس دا او زوی دواړه له سهاره تر ماښامه له کوره ورک وي چې د خاوند د نشه يي توکو لپاره پیسې پیدا کړي.
دا وايي، سهار ډېر وختي له کوره وځي او د شپې تر ناوخته په یوه شخصي روغتون کې د پخوونکې او صفاکارې په توګه کار کوي چې په بدل کې یې د میاشتې ۷زره افغانۍ اخلي.
د دې په خبره، خاوند یې د دې د تنخوا تر نیمايي ډېرې پیسې د نشه يي توکو لپاره اخلي او دا په ډېرو کمو پيسو د اولادونو د خېټې او جامو غم خوري.
نسیمه وايي، خاوند یې د دې په نا خبرۍ کې د دې ۶ کلنه لور هم په ۹۰زره پاکستانۍ کلدارو پلورلې چې دا ډېره وروسته پرې خبره شوه.
دې وویل، خاوند یې اخیستې پیسې پر خپلو نشو لګولې او هغه کس ته یې ویلي چې کله یې لور غټه شوه نو د هغه زوی ته به یې واده کوي.
دې زياته کړه: ((که زه پيسې پيدا نه کړم، هم وهل خورم او هم خاوند راته د مرګ ګواښ کړى او زه له همدې هم وېرېږم که کار ونه کړم کېداى شي خاوند مې بل اولاد هم خرڅ کړي.))
خو دا زیاتوي چې غواړي شپه او ورځ پر ځان یوه کړي څو پیسې پیدا کړي او هغه کس ته یې ورکړي او خپله لور ترې را وګرځوي.
نسیمه وايي، له وېرې یې کله هم د خپل خاوند په اړه چا ته شکایت نه دی کړی او ټول کړاوونه په یوازې ځان زغمي.
دا وايي، له دغه دردناک حالت څخه د وتلو لپاره تل د خپل خاوند د مرګ خواست کوي؛ ځکه هغه ټوله کورنۍ په زور او جبر یرغمل کړې ده.
د انساني قاچاق او مهاجرانو له قاچاق سره د مبازرې قانون د درېيمې مادې په لومړې فقره کې راغلي چې د زيان مننې او يا مجبوريت له حالت څخه ناړه ګټې اخسيتنې ته انساني قاچاق ويل کېږي.
د کندهار د ښځو چارو رییسه رقیه اڅکزۍ وايي، په دغه ولایت کې داسې پېښې ډېرې دي چې پر نشه يي توکو روږد سړي دې خپلې مېرمنې په زور کار کولو ته اړې کړي.
هغې وویل، ډېرې داسې پېښې مخفي او پټې پاتې دي.
دا وايي، ان داسې هم شوي چې ډېری پر نشه يي توکو روږد سړي د دې لپاره چې مېرمن یې شکایت ونه کړي او یا طلاق ورڅخه وانه خلي، هغوی یې هم پر نشه يي توکو روږدې کړي دي.
خو د دې په خبره، ډېرې مېرمنې بیا له خپلو دغه راز خاوندانو د طلاق اخیستو هڅه کوي او دغه پېښې ډېرې شوې دي.
دې وويل، په کندهار کې که له يوې خوا ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر ډېرېږي، نو بلخوا پر نشه يي توکو له روږدو خاوندانو د مېرمنو د طلاق اخيستل هم زيات شوي دي.
هغې که څه هم په دې برخه کې کره شمېرې وړاندې نه کړې، خو ويې ويل، له تېر کال راهيسې ګڼو مېرمنو له خپلو خاوندانو څخه چې پر نشه يي توکو روږدي وو، طلاق اخيستى دى.
د دې په خبره، پر نشه يي توکو له روږدو خاوندانو د مېرمنو د طلاق اخيستو پېښې ځکه ډېرې شوې چې مجبورې دي هم خپلو اولادونو ته نفقه پيدا کړي او هم خپل خاوند ته د نشه يي توکو د رانيولو پيسې ورکړي.
دا وايي، ډېر مهال پر نشه يي توکو روږد نارينه له خپلو مېرمنو په زور پيسې اخلي، يا د کور سامان الات پلوري چې په داسې حالاتو کې مېرمنې د خپلو نشه يي خاوندانو له خوا له تشدد او زور زياتي سره هم مخ کېږي.
خو د دې په باور، دغسې مېرمنې له طلاق اخيستو وروسته هم ښه ژوند نه شي کولاى؛ ځکه ډېرې مېرمنې داسې دي چې اولادونه يې واړه وي او مجبوره وي چې د هغوى لپاره د نفقې پيدا کولو په موخه شپه او ورځ کار وکړي.
نوموړې د نسيمې په اړه وويل چې تر اوسه داسې کومې ښځې دوى ته مراجعه نه ده کړې.
د کندهار د ښځو چارو رييسه د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پر دې توکو د روږدېدو د مخنيوي په موخه د جدي هڅو غوښتنه کوي او وايي که په اړه يې جدي مبارزه ونه شي نو دا ناورين به د وخت په تېرېدو نور هم ستر شي.
د کندهار د بشري حقونو ادارې سرپرست فخرالدین فایض وايي، په دغه ولایت کې هغه مېرمنې سخت ژوند لري چې مېړونه یې پر نشه يي توکو روږد دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، ان په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې پر نشه يي توکو روږدو وګړو د پیسو ترلاسه کولو لپاره خپلې مېرمنې په زور او جبر فحشا ته هم اړې کړې دي.
خو دی وايي، په ټولنه کې لویه ستونزه دا ده چې ډېرې مېرمنې له دغه حالت څخه د خلاصون په موخه له ویرې او یا نورو لاملونو له امله د شکایت او غږ پورته کولو جرئت نه لري.
ده وويل چې په دې برخه کې یې له بېلابېلو ادارو سره غونډې جوړې کړې څو د خلکو لپاره عامه پوهاوى وکړي.
د کندهار ولايت له نشه يې توکو سره د مبارزې رياست رييس ګل محمد شکران پژواک اژانس ته وويل، د عامې روغتيا رياست له لوري د شوې يوې سروې له مخې په کندهار کې پر نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر تر ١٠٠زره اوړي چې ١٠ سلنه يې مېرمنې دي.
دى زياتوي، پر نشه يي توکو روږدې ډېرې مېرمنې هغه دي چې د خپلو خاوندانو له خوا په زور نشو کولو ته اړې شوې دي.
په کندهار کې د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق د عالي کمېسيون د ولايتي کمېټې مسوول او د عدليې رييس نېک محمد احمدي پژواک اژانس ته وویل، تر اوسه له دوی سره دغه ډول قضيې نه دي ثبت شوې.
خو ده زیاته کړه، په دغه ولایت کې ډېرې دغسې موارد شته چې د مېرمنو له خوا پټ ساتل کېږي.
د ده په خبره، له دې وروسته به دغسې موضوعات تعقیب او وڅېړي او په ټولنه کې د دغه ډول انساني قاچاق پېښې کمې شي.
په دې اړه د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون په درېيمه ماده کې راغلي چې د ګټې اخيستنې په موخه د شخص استخدام (تر واک لاندې راوستل)، لېږد، حمل و نقل، ساتنه او يا هم د ګواښ له لارې د کارولو لپاره د شخص ترلاسه کول، په همدې ډول د زور يا ځواک له بېلابېلو لارو کار اخيستل، تښتول، تېر ايستل او چل د انساني قاچاق موارد ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ!