برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو په دوامداره ملاتړ ټینګار کوي

آریانانیوز: د ناټو عمومي منشي جینس سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل چې که څه هم په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت پای ته رسيږي ، خو هغه وویل چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د ناټو ملاتړ دوام لري...


په دغه کتنه کې د افغانستان او د ناټو د غړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ په هکله خبرې وشوې.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل: د پریکنده ملاتړ ماموریت پای د افغانستان سره زموږ د شراکت پای نه معنی لري ، دا په حقیقت کې یو نوی فصل پرانيزي ، او اوس موږ د افغانستان لپاره د مالي ملاتړ ، تعلیم او نړیوال ملاتړ چمتو کولو لارو په لټه کې یو.

هغه زیاته کړه چې ناټو د افغانستان د سولې له پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوي.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي