برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 21 ژانویه , 2019 لنډ لینک :

د مشرانو جرګه د دلوې له لومړۍ نېټې نه د حوت تر پنځلسمې پورې رخصتی

آریانانیوز: د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې دورې اتم تقنیني کال د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد او د مشرانو جرګې غړي د روان لمریز کال د دلوې له لومړۍ نېټې د حوت تر پنځلسمې پورې د ژمنیو رخصتیو په نامه رخصت شول.


د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې د تفنیني کال د پای ته رسېدو په وروستۍ عمومي غونډه کې وویل، یادې جرګې په روان تقنیني کال کې خپل ټول فعالیتونه د هېواد له اساسي قانون او د ملي شورا له نافذو مقرراتو سره سم ترسره کړي دي.
ده وویل، ټولو سناتورانو هم د کمېسیونونو په ځانګړو ناستو او هم د جرګې په عمومي غونډو کې د خلکو غږ پورته کړی او حکومت ته یې رسولی دی.
ده وویل:
“د افغانستان د ملي ګټو، د خلکو د دردونو، ملي وحدت، د عدالت د تامین او د قوانینو د تصویب اړوند مو تل غږ پورته کړی، د قوانینو په تصویب کې مو د حکومت، نظام او خلکو ستونزې په پام کې نیولي، خپل مسلمان ملت ته ډاډ ورکوو، په څه چې پوهېږو، له هغې مو په استفادې سره د ملت لپاره خپلې دندې په جدیت سره ترسره کړي دي.”
د ملي شورا د کورنیو اصولو له مخې د جرګې غړي مکلف دي چې په دغو رخصتیو کې خپل موکلین له نږدې وویني، ستونزې او غوښتنې یې راټولې او د حل لپاره یې حکومت ته وړاندې کړي.
تېره ورځ ولسي جرګې هم په خپلې وروستۍ عمومي غونډه کې خپله ژمنۍ رخصتي اعلان کړه.
د دولت د لوړپوړو چارواکو استجواب، د قوانینو تصویبول، په سیمه ییزو او نړیوالو تفاهمنامو بحث کول، د بودجې تصویبول، حکومت ته د طرحو وړاندې کول، د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکول، د جرګې د کمېسیونو ځانګړو غونډو ته د چارواکو غوښتل او داسې نور هغه کارونه دي چې مشرانو جرګې په اتم تقنیني کال کې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دوی په وروستۍ غونډه کې اعتراف وکړ، کوم کارونه چې ولسي جرګې په دغه کال کې ترسره کړي، کافي نه وو.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه