برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالبانو لخوا د اشرف غني د سولې د وزیر تود هرکلي ته د نبیل غبرګون

آریانانیوز: د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل کابل ته د عبدالسلام رحیمي د راتګ په غبرګون کې ویلي، چې ډېر ژر به د امارت په غېږ کې د "جعلي جمهوري غوښتونکو" یوه بله ډله هم وګورو.


نوموړي په خپل ټويټر ليکلي، چې دا فکري خپلوي کومه نوې خبره نه ده او د دې خلکو په خوښه نه ده شوې بلکي پاکستاني استخبارات په دې برخه کي مصروف دي، ترڅو دوی سره یوځای کړي.

عبدالسلام رحیمي د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د سولې په چارو کې د دولت وزیر و او د حکومت په وروستیو میاشتو کې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د غني له خوا ټاکل شوی و، چې د رژیم له نسکورېدو سره هېواد پرېښود او اوس بېرته راستون شوی دی.

طالبانو ته د اشرف غني کړۍ ته د نږدې کسانو راتګ او د طالبانو سره د هغوی بیعت د پوښتنې وړ ګرځېدلی دی او ځینو دا “د نړۍ د مرستې پیسو غلا کولو لپاره د دې خلکو تنده” بللې نه د بې وطنۍ درد له امله .

شریک یي کړئ!