برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روس او چین سره له تفاهم پرته د امریکا د سولي هڅي ګټه نلري.

آریانانیوز: دافغان پخوانی اولسمشرحامدکرز ی یوایی که چیري امریکا د سولي په برخه کې ريښتیني وي، نو موږ ترې دا غوښتنه لرو چې د چین او روس غوندي لوی هېوادونه دې هم په اعتماد کې واخلي.


هغه زیاتوی ، افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا پیل شوې هڅي، همدارنګه د روسيې د مسکو غونډه د ارزښت وړ دي، خو په وینا یې پکار دا ده چې امریکا له روس او چین سره هم تفاهم ته ځان ورسوي، او له یو بل سره په دې برخه کې همکار واوسي.
حامد کرزي پرون یوې غونډې ته په کابل کې وویل، امریکا باید له روسيې او چین سره یو تفاهم وکړي.
د ده په خبره، که امریکا له یادو هېوادونو سره د تفاهم هڅه نه کوي، نو مطلب دا چې هغوی سوله نه، بل څه غواړي.
کرزي زیاته کړه، چې امریکا باید د افغانستان د سولې او له طالبانو سره د خبرو ترمنځ له پاکستان سره معامله ونه کړي او په خبره يې د دې بهرنیو معاملو له امله زموږ هېواد پخوا هم بدمرغه شوی دی.
کرزي وویل: موږ پوهیږو، چې په افغانستان کې سوله څه ده او د امریکا او پاکستان تر منځ معامله څه ده؟ د دې بهرنیو معاملو له لاسه زموږ هېواد بدبخته شوی دی.
کرزی وايي، افغانان باید د سولې له جریانه خبر وساتل شي، که چیري د سولي له بهیره دباندي پاتي شو او موږ پکې دخیل ونه اوسو، نو دا بهیر به هیڅکله زموږ په ګټه نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ د اشرف غني د دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د سولې لپاره 12 کسیز پلاوی ګمارلی دی، چې د سیاسي څیرو او ګوندونوله توندو نیوکو سره مخ شوی دی. ‎
حامدکرزی وايي تراوسه هم د امریکایي ځواکونو له بمباریو سره چې ملکي خلک پکې قرباني کیږي مخالف دی او زیاتوي د زلمي خلیلزاد له خوا د امریکا د سولې له هڅو ملاتړ کوي خو دا خبرې باید د افغانانو له خوا ترسره شي.

شریک یي کړئ!