برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 31 مارس , 2019 لنډ لینک :

د دوستم بر کاروان برید

آریانانیوز: د طالبانو ځواکونو د ولسمشر د وړومبي مرستيال عبدالرشيد دوستم د موټرو په کاروان بريد وکړ.


د ويلو ده چې دوستم پرون له ترکيې نه د افغانستان د مزار شريف ولايت ته سفر وکړ.
د سرچينو د رپوټ له مخې هغه په مزار شريف کښې له لنډې دمې وروسته د شبرغان پر لورې حرکت وکړ چې په لاره کښې د طالبانو له کمين سره مخامخ شو.
د دوستم ساتونکو سمدلاسه په ځوابي بريد لاس پورې کړ او نښته پيل شوه .
په نښته کې د دوستم د يو تن ساتووتکي د وژل کيدو او دوو تنو نورو د زخمي کيدو خبر ورکړ شوی دی. پدې بريد کښې دوستم ته هيڅ ډول زيان نه دی رسيدلی.
ويل کيږي د دوستم ساتوونکي بريد کوونکي طالبان په شا ننبولي دي. د دوستم کاروان د شبرغان پر لورې خپل سفر ته دوام ورکړی دی.

شریک یي کړئ!