برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ میزان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د دایچوپان ولسوالي سقوط

آریانانیوز: طالبان وایي، د زابل ولایت د «دایچوپان ولسوالي» یې له ټولو اړوندو برخو سره یو ځای په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستې
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي د الفتح عملیاتو په لړکې نن سهار د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ مرکز له ټولو ملحقاتو سره په بشپړه توګه فتح شوي
د طالبانو په خبره، په دې تړاو به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي
بل لور ته د ګډ حکومت د دفاع وزارت بیا وایي، د زابل ولایت د نظامي شورا په وړاندیز یې ددې ولایت د دایچوپان ولسوالۍ مرکز له پخوانی موقیعت څخه بلې ته انتقال کړی
د یاد وزارت په خبره، دا ګام یې د خلګو لپاره د اسانتیا او نظامي عملیاتو ته د زمینې جوړولو په موخه اخستی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي