برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ عقرب , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنیو ځواکونو پر کاروان توغندیز برید

آریانانیوز: طالبانو په پروان ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو پر موتریز کاروان توغندیز برید کړی دی
د پروان ولایت امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده منلې، چې دغه پېښه تېره شپه یوه یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د بګرام ولسوالۍ د صیادان په اړوند کلي کې ګزمه کوله
ښاغلي ولي زاده زیاته کړې، چې په دې پېښه کې دغو ځواکونو ته هیڅ راز زیان ندی اوښتي
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې په دې برید کې د دغو ځواکونو اته سرتېري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي