برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 14 اکتبر , 2018 لنډ لینک :

د بايو ميټرک دستګاوې د باور وړ نه دي

آریانانیوز: د ولسي جرګې ټاکنو ته چې يوازې څو و رځې پاتې دي په اړه يې د امنيت او د ټاکنو د شفافيت په برخو کې انديښنې ورځ تر بلې زياتيږي.


يو شمير شنونکي وايي چې په ټاکنو کې د بايو ميټرک سيستم د باور وړ نه دی او هم دغه دستګاوې چې لومړۍ يې دولت له الماني شرکت سره قرارداد کړی و په ځای يې چينايي دستګاوې پيرل شوي دي او افغانستان ته راوړل شوي دي.
ددې ترڅنګ د ټاکنو په ورځ د بايو ميټرک دستګاوو څخه په افلاين بڼه استفاده کول هم هغه څه دي چې د سياسي شنونکو په باور نه داچې ټاکنې به په شفاف ډول ترسره کړي مګر د نورې درغلۍ زمينه به هم برابره شي.
د افغانستان د لوی ملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا وايي چې لومړی د بايو ميټرک د دستګاوو سيمپل المانی و او اوس چې کومې دستګاوې افغانستان ته راغلي چينايي دي چې ښه کيفيت او معيار نه لري.
ددغې دستګا په اړه ويل کيږي چې يو کس هم کولای شي چې څو ځلې رايه ورکړي خو دستګاه يې په پيژندلو کې پاتې راځي.
سياسي احزاب وايي چې حکومت او د ټاکنو کميسيون غواړي چې ټاکنې په خپله خوښه ترسره کړي او څوک چې د دوی خوښ وي همغه خلک ولسي جرګې ته بريالي کړي.
د ولسی جرګې غړي عبيدالله بارکزي هم وويل چې امريکا او ملګري يې غواړي چې د خپلې خوښې ولسي جرګه جوړه کړي او هغه ډول کسان ولسي جرګې ته راوليږي چې د دوی ګټې خوندي کړي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ټاکنې يو جنجالي حالت ته رسيدلي دي چې په دولت او ټاکنو کميسيون د ممکنه درغلۍ او فساد له امله زياتره سياسي ګوندونه او سياسي څېرې په ټاکنو باور نه لري او په دې اړه په دولت او ټاکنيز سيستم نيوکې کوي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي