برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دکډوالو چارو وزير د (UN- HABITAT ) موسسې له رئيس سره وکتل

آریانانیوز: دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د (UN- HABITAT ) موسسې له رئيس بادامينک دويد سره دوږي دمياشتې په ۱۲مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې وليدل او دواړو لوريو په ګډ کار او همکارۍ بحث او خبرې وشوې.


په دغه ناسته کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ديادې موسسې څخه غوښتنه وکړه،چې يوګډ کاري ګرپ جوړ کړي ترڅو لايحه وظايف او دوه طرفه کاري پلان دلومړيتوبونو په اساس ترتيب اوتنظيم کړي.

همدارنګه په ناسته کې هوکړه وشوه چې دغه ټيم دکنسرسيوم دلايحې دجوړولواو زيانمنو شوکسانو ته دمعيارونو په جوړولو کاروکړي اود ذکر شوې مودې درې مياشتې وروسته بايد جوړ او آماده شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي