برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوحید مژده دوژلوعلامانو پرپیژندی باندی دمحمد علم ایزدیار ټینګار

آریانانیوز: دمشرانو جرګی لومړی مرستیال دهیواد په بیلا بیلو سیمو کی دترهګری دبریدونو په زیاتیدا سره داندیښی د ښودلوپه ترڅ کی ټینګار وکړ.چی استخباراتی اوکشفی اداری ددغوپیښوعاملان پیژندګلوی وکړی او دقانون منګلوته وسپاری.
دمشرانوجرګی لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار ددغه جرګی دیکشنبی ورځی دلیندی دمیاشتی په ددریمی نیټی په غونډه کی د سیاسی مسئایلو کارپیژاند وحید مژده او دکندهار دامنیی قوماندانی دکشف آمر دترور په اړه وویل.چی دغه ډول ترورونه په کابل ، کندهار او دهیواد په نورو ولایتونوکی زیات شوی دی.
ښاغلی ایزدیارهمدا راز وویل چی دغه ډول بریدونه دخلکو اندیښی زیات کړی دی. څنګه امکان لری چی ترهګرودخفی کونکی تفنګچی په
استفادی سره دکابل دښارپه ډیر امنیتی سیمی کی یوکس په نښه کړی.
هغه ټینګاروکړ.چی استخباراتی او کشفی اداری باید د دغوپیښی عاملان
پیژندګلوی وکړی اودقانون منګلوته وسپاری.ترڅوچی دخلکو اندیښی لیری شی.
دسناتورانو په وینا دهدفمندو ترونوزیاتیدا دلیل دادی چی ددغو بریدونو دڅیړنی او تحقیق په اړوند هیڅکله جدی اقدامات ترسره شوی نه دی او
هم دهغو عاملانوته سزا ورکول شوی نه دی
عرفان الله عرفان دمشرانو جرګی یوبل غړی هم وویل دکابل ښار اود هیواد په نوروښارونوکی هدفمند ترورونوداستخباراتی اوکشفی ادارو د ناتوانیدا ښودونکی دی اوداستخباراتی ادارو ناتوانیدا دخلکو دناهیلی سبب شوی دی
وحید مژده تیری اونۍ دچهارشنبی په شپه کی دکابل ښار د(۷) امنیتی حوزی په شاوخوا کی د دارالامان په ساحی کی هغه مهال چی دماښام دلمونځ د اداِء کولونه وروسته دکور خواته روان وو.چی دناپیژندانو وسلوالو کسانو لخوا پری برید وشوی او شهیدشو.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي