برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 7 آوریل , 2019 لنډ لینک :

دمشورتي لویه جرګه د جګړې ترعنوان د واک د غځېدلو لپاره داشرف غنی هڅی

آریانانیوز: د طالبانو لخوا په خپره شوې تبصره کې راغلي لویه جرګه چې د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ځای لري په ډیر تأسف باید ووایو چې د نورو تاریخي ارزښتونو په شان په وروستیو اوولسو کلونو کې د لویې جرګې اصطلاح هم همیشه اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو د خپلو شومو اهدافو لپاره کارولې او د مؤمن ملت د غوښتنو په ضد یې ترې استفاده کړې.
تبصره وړاندې زیاتوي «د اشغال په موده کې دائرې شوې جرګې نه یوازې د هدف او مرام له اړخه ناسمې وې بلکې نتیجې یې همیشه منفي راوتلې دي. زموږ یاد دي چې په تیرو څو کلونوکې بیا بیا د سولې په نوم ورته مجالس او شوری ګانې جوړې شوي، خو نتیجه یې یوازې د اشغال دوام او د جګړې شدت راوتلی دی.
دې حقیقت ته په پام سره د اشرف غني د لړزیدلي رژیم لخوا یو ځل بیا د لویې جرګې په نوم د غونډې دائرول د هغو ناکامو تجربو تکرار دی چې یوازینۍ لاسته راوړنه به یې څو ورځې د رسنیو بوختیا، دروغجن تبلیغات او د سلګونو میلیونه افغانیو بې ځایه مصرف او اختلاس وي. له دې پرته به د سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه ونلري.

د تبصرې په بنسټ؛ اشرف غني د سولې په برخه کې د ټول ملت په وړاندې ولاړ دی او په بمبارونو، چاپو او وحشتونو چوپتیا یې حیثیت زیانمن کړی نو ځکه هڅه کوي د مشورتي جرګې په نامه ځان سوله خوښی وښيي او د واک د غځېدلو هڅه وکړي.
د طالبانو په وینا؛ مشورتي لویه جرګه یوازې د څو ورځو رسنیزه بوختیا ده چې د سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه نشي درلودلای «د سولې تر نوم لاندې مشورتي جرګه چې د ګوډاګي رژیم مشرانو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره رابللې په هیڅ وجه د افغان مؤمن اولس په ګټه نه ده اونه هم د سولې په برخه کې د کوم مثبت ګام هیله ترې کیدلای شي. دا جرګه به د اشرف غني جګړه خوښی موقف تائید کړي او په دې ډول به د اشغال او روانې جګړې د غځیدلو سبب شي. نو ځکه پر ځای نه ده چې دغه غونډه د سولې جرګه وبلل شي. بلکې د جګړې د دوام مشورتي ناسته باید وګڼل شي

شریک یي کړئ!