برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ میزان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دامريکايي عسکرو ځانوژنی

آریانانیوز: ډيلي کالر د امریکا د متقاعدو افسرانو د ادارې چارواکو په حواله ليکلي، د ۲۰۰۵ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کې د امريکايي پوځيانو ترمنځ ځانوژنې پېښو کې ۶.۱ سلنه زياتوالی راغلی دی او دغه شمېره «۶۱۳۹» ته رسېدلې ده.
د متقاعدو پوځيانو د چارو څارونکې اداره وايي، د عامو امريکايانو په پرتله هم په امريکايي پوځ کې د ځانوژنې پېښې ډېرې دي.
ډيلي کالر ورځپاڼې د خپلو موندونو په لړ کې ويلي، د دغو ځانوژنو تر ټولو ستر لامل د افغانستان او عراق جګړې دي، چې ډېری پوځيانو هلته داسې کړنې او جنايات ترسره کړي، چې دوی اوس ورته کړيږي او جبرانولی يې نه شي.
د ورځپاڼې په وينا د امریکا دفاع وزارت او سپينه ماڼۍ په دې اړه اندېښمن دي او هڅه کوي، د ارواه پوهانو په مرسته په پوځيانو کې د ځانوژنې کچه راکمه کړي.
د ډيلي کالر په راپور کې د پنټاګون د رسمي دريځ يادونه نه ده شوې، خو د تېر سپتمبر په وروستيو کې پنټاګون په يوه راپور کې ويلي و، تېر ۲۰۱۸ کال کې ۵۴۱ امريکايي عسکرو ځانوژنه کړې وه، چې د جګړې په ډګر کې د وژل شوو عسکر په پرتله يې شمېر څو برابره زيات دی.
د رپوټ جوړونکې اليزبیت وان وينکل ويلي و، « دا حالت خطرناک دی او موږ پر سمه لاره نه يو روان»
تر دې وړاندې هم پنټاګون ويلي و، چې امریکايي عسکرو، په ځانګړې توګه سمندري ځواکونو کې د ځانوژونې پېښې زياتې دي.
په تېره جون مياشت کې امرکايي پروفيسر ډاکټر ډيويډ بينيډک د امریکا طبي مجلې ته ليکل شوي رپوټ کې ويلي و، کوم امريکايي عسکر، چې له خدمت وروسته له ځان سره شخصي وسلې ساتي، د دې امکان شته، چې ځانوژنې پرې وکړي.
په رپوټ کې د هغو ډاکټرانو او ارواه پوهانو له قوله هم معلومات ليکل شوي، چې د دغو عسکرو درمنله کوي.
د رپوټ له مخې ډېری امریکايي عسکر د ذهني اضطراب، ګډوډۍ او نارامۍ له امله ځانوژنې کوي او د دې ذهني ګډوډۍ لامل د جګړو هغه خونړی حالت وي، چې عسکرو په کې وخت تېر کړی وي.
رپوټ زياتوي، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې ۱۳۵ عسکرو ځانوژنې کړې وې، چې ډېری يې په عامو ځايونو او يا هم د تنهايي په حالت کې و.
پنټاګون وايي، د افغانستان او عراق له جګړو وروسته په امريکايي پوځيانو کې د ځانوژنې پېښې زياتې شوي او له ۲۰۱۲ کال راهيسې د جګړو په پرتله د ځانوژنې پېښو کې ډېرو امريکايي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ!