آریانانیوز: جرمني د نورو لسو میاشتو لپاره په افغانستان کې خپل پوځي حضور د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره غځولی دی...
جرمني په افغانستان کې شاوخوا 1300سرتیري لري چې د راتلونکي کال د جنوري تر میاشتې به په دغه هیواد کې پاتې وي.
دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات د دوحې هوکړه لیک په پام کې نیسي چې له مخې به یې د یوې بلې میاشتې په اوږدو کې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.