برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

بدخشان کې د نامعلومې ناروغۍ خپریدل

بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د نامعلوم ډول تنفسي ناروغۍ د خپریدو خبر ورکوي.


د بدخشان سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې په ماشومانو او ښځو کې د یوې نامعلومې تنفسي ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي.

د را رسیدو خبرونو له مخې، په ياده ولسوالۍ کې له درېيو ورځو راهيسې دغه ناروغي ډېره شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ٨٠ ماشومان او ٤٠ مېرمنې په دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د يادې ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

شدید ټوخی او د سینې درد د دې ناروغۍ نښې دي.

بدخشان کې روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى د دې ناروغۍ د خپرېدو يو له جدي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

تر دې مخکې په بامیانو او پکتیکا ولایتونو کې د پوستکي یوه ناپېژندل شوې ناروغي په لویانو او ماشومانو کې خپره شوې وه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي