آریانانیوز: د مخکني ولسمشر د دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې رارونې ټاکنې به، افغانستان د یوه ژور سیاسي او ټولنیز کړکېچ سره مخ کړي
په هغو انځورونو کې چې له دغې غونډې د ښاغلي کرزي د دفتر له خوا طلوع نیوز ته رسېدلي دي ځينې سیاسي او جهادي څېرې، له هغې ډلې یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، عطامحمد نور، رنګین دادفر سپنتا او همدارنګه د طالبانو پخوانی غړی اغاجان معصتم هم لیدل کېږي
په دغې اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې اوسني شرایط، د ټاکنو پلان چې د افغانستان د خلکو د هغه مشري نه کوي او د افغانستان د خلکو د ازاده ارادې وار له مخې شرطونه شتون نهلري، د هېواد ټاکنې موږ د یوه ژرو سیاسي او ټولنیز کړکېچ په لور کاږي او د سولې له داعیې سره هم مرسته نه شې کولای
د دغې اعلامیې پر بنسټ، روان امنیتي وضعیت، د افغانستان د خاورې پر مهمو برخو د حکومت نه کنټرول او همدارنګه عملاً د عیني ګډون د زمینې نشتون، د ډېرو خلکو لپاره په افغانستان کې د عمومي او ټول شموله ټاکنو د نه ترسراوي نښه ده
په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر جوړونکو او پلانونکو د افغانستان د خلکو د پراخ اعتماد نشتون او د ټاکنو پر پراخې مهندسۍ د خلکو ژور باور د دې بل لامل دی. له دي امله د افغانستان خلک له نه لېوالتیا او جدي اندېښنې سره ټاکنو ته ځي او موږ هم په دغې اندېښنه کې د افغانستان له خلکو سره په ژوره توګه شریک یوو
د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«د سولې بهیر ته پاملرنه باید ونه ځنډول شي بلکې باید ټوله پاملرنه او هم ځان باید د سولې ټینګښت او په هېواد کې د وینې تویولو ته متوجه کړو. موږ بشپړ یقین لرو چې ټول سیاستوال او وطن پال او د سولې غوښتونکي انسانان زموږ دغه غږ ته به لیبک ووايي.»
دغه اعلامیه د سولې بهیر پيل لپاره لاندې ټکي وړاندیز کوي
د سولې بهیر باید یو روڼ، ملي، افغانستان شموله او د افغانانو په مشرۍ هغه وي
سوله به ټینګه نه شي، خو دا چې افغان شموله او د افغانستان دولت پلاوی، د طالبانو له تحریک سره ژر تر ژره په نېغه خپلواکه توګه خبرې پیل کړي
دا پلاوی باید د افغانستان د ټولو خلکو په استازيتوب او د سولې د ټینګښت لپاره له یوه ملي دریځ سره خبرې اترې پیل کړي
د افغانستان طالبانو ته هم بلنه ورکوو چې له ملي او د افغانستان د خلکو ټول شموله او دولت پلاوي سره په مستقیمه توګه خبرې پیل کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې درول شوی بهیر باید ژر تر ژره بیا پیل او د افغانانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره لار هواره شي
د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پيل باید روڼ وي او د افغانستان خلک باید له ټولو مسایلو چې د هغوی له برخلیک سره تړاو لري، بشپړ خبرتیا ولري
تلپاتې سوله لکهڅرنګه چې دننه په هېواد کې یو ملي اجماع جوړېدو ته اړتیا لري، باید له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع هم برخمنه وي
موږ له خپلو ګاونډیو، سیمهییزو هېوادونو او سترو ځواکونو غواړو چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په چاره کې د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې نه یوازې همکار شي بلکې د سولې او ثبات تضمین کوونکو هېوادونو په توګه له موږ سره متحد شي.