برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 7 آگوست , 2018 لنډ لینک :

افغانستان کې د فقر او ګدایۍ زیاتوالي لاملونه او د مخنیوي لارې چارې

آریانانیوز: د افغانستان علومو اکاډمۍ پرون (دوشنبه) کابل کې «د اسلامي شریعت په رڼا کې د فقر او ګدایۍ مخنیوي لارې چارې» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار جوړ کړ.


یاد سیمینار کې د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو څانګې غړي شېرعلي ظریف لوړ لګښتونه، د عوایدو کم‌والی، ناسم مدیریت، فساد، جګړه او د نفوسو زیاتوالی په هېواد کې د فقر او ګدایۍ اصلي لاملونه وبلل.
ظریف وویل، ځینې کسان د نفوسو زیاتوالي په اړه د سعودي هېواد فتواوې افغانستان ته راوړي چې دا ناسم کار دی.
نوموړی زیاتوي، د سعودي عربستان د نفوسو شمېر له افغانستان سره برابر، خو خاوره یې پراخه او هرکال تر ۷۰۰ میلیارډو ډالرو زیات عواید لري او د افغانستان ملي عواید ډېر کم دی.
ظریف په افغانستان کې د نفوسو زیاتوالي په اړه هم اندېښنه وښوده. نوموړي وویل، کېدای شي تر ۲۰۵۰ کال پورې د هېواد د نفوسو شمېر دوه یا درې برابره شي؛ نو اړوندې دولتي ادارې باید مخکې له مخکې ورته تدابیر ونیسي او خلکو ته د لارښوونو ترڅنګ دا چار تنظیم کړي.
بله‌خوا د علومو اکاډمۍ غړي سیدحبیب شاکر وايي، فقر، وزګارتیا، د بې‌وزلو له‌پاره د حکومت له لوري منظم پلان نشتوالی، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالی، په عادلانه ډول د کرنیزو ځمکو وېش او ناوړه دودونه هېواد کې د ګدایۍ لاملونه دي چې د مخنیوي له‌پاره یې باید خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ، کار پیدا شي.

شاکر وویل، افغانان باید ټنبلي ونه‌کړي. د ده په باور، که ټنبلي پرېږدو، زیار وباسو او ډېر کار وکړو، د فقر پر وړاندې مبارزې کې اغېزناک رول لوبولی شو.
د نړۍ‌والو معیارونو له مخې، که یو کس د میاشتې ۲۰۶۰ افغانۍ عایدد ولري، له فقر نه خلاصېږي، خو که تر ۲ زرو افغانیو کم عاید ولري، د فقر له ګواښ سره مخ دی.
د ۲۰۱۴ کال د څېړنو له مخې، د افغانستان ۵۴ سلنه وګړي د میاشتې تر ۲۰۶۰ افغانیو کم عاید لري او هېواد کې د وزګارتیا کچې ته په کتو، کېدای شي اوس دا فیصدي نوره هم لوړه شوې وي.

د ده په وینا، که ښاغلي دهقان‌پور سیاسي تقوا لرلی؛ له‌داسې چلن سره نه مخېد.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني بیا وايي چې د ځېنو نوماندانو نومونو لېرې کولو پرېکړه لومړنۍ ده او د لېرې شویو کسانو وروستی نوملړ د نوماندانو شکایتونو له ثبت وروسته اعلانېږي.
دغه راز، کابل کې ځېنې مدني بنسټونه هم د تاکنیزو شکایتونو او ټاکنو له خپلواکو کمېسیونونو غواړي چې د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره د ۲۵ لېرې شویو نوماندانو لېرې کولو په اړه تجدید نظر وکړي

شریک یي کړئ!
ټکي