برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یوه مکتب کې د ډزو له امله ۸ تنه وژل شوي

د امریکا په ټکساس ایالت کې د ډزو په پایله کې ۸ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.


د امریکايي رسنیو په حواله په ډزو کې د پولیسو یو افسر هم ټپي شوی او بریدګر ژوندی نیول شوی دی.
د بریدګر په اړه ویل کیږي چې کیدای شي د مکتب شاګرد وي، هغه د خپل مکتب یوه صنف ته ننوتلی او ډزي یې پيل کړي دي.
د پولیسو یوه مشر رسنیو ته ویلي چې د بریدګر سره یو بل کس هم نیول شوی. او زیاته کړې چې په قربانیانو کې اکثره د مکتب زده کوونکي دي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې ددغې پيښې په اړه ویلي چې الله دی خیر کړی، سم خبرونه نه دي.
په امریکا کې ورته پيښې ډیري را منځته کیږي. د روان کال ۲۰۱۸ له پیل څخه دا تر اوسه ۲۲مه پېښه ده او په تيرو اتو ورځو کې دریمه پېښه ده چې را منځته کیږي.
د تیري فروري په میاشت کې هم په مکتب کې ډزي وشوې چې له امله یې ۱۷ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي