برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په مدینه منوره او مکی مکرمه کې بشپړګرځبندیز لګېدل

آریانانیوز: د سعودي رسمي خبري اژانس له راپور سره سم د سعودي حګومت د کورنیو چارو وزارت په مکه او مدینه ښارونو کې په بشپړ ډول ۲۴ ساعته ګرځبندیز اعلان کړ. د کورنیو چارو وزارت دغه پریکړه د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره کړې چې په وینا یې د نوي پریکړي پر اساس به دغه اقدامات تر سره کیږي:
۱- د مکې او مدینې په ښار کې به ۲۴ ساعته ګرځبندیز وي، هیڅ څوک به له ښار ه نه وځي او نه به را ننوځي، له بندیز څخه به هغه خلک مستثنا وي چې د ژوند اسانتیاوي، خوراک او صحت په برخه کې کار کوي.
۲- په ډیره محدوده ساحه کې خلک کولای شي چې له کورونو ه بهر را ووځي، صرف د صحي خدماتو لپاره او یا هم د خوراک اخیستلو لپاره.
۳- ټول تجارتي فعالیتونه به بند وي.
۴- هغه کسان چې د ګرځېدو اجازه لري، هغوی به هم په موټر کې د موټرچلوونکي په شمول دوه کسان ګرځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي