برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

له تل ابیب سره د لندن د استخباراتي مرستو په اړه د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر افشاګري

د انګلستان پخواني لومړي وزیر له المیادین شبکې سره په خبرو کې د غزې په جګړه کې له تل ابیب سره د لندن د استخباراتي مرستو خبره په ډاګه کړه.


د برتانیا د کارګر ګوند پخواني مشر “جیرمي کوربین” د غزې په جګړه کې له اسراییلو سره د برتانیا د استخباراتو د مرستو په اړه خبر ورکړی.

کوربین المیادین ته وویل: په قبرس کې د برتانیا یوه اډه د غزې د جګړې په سیوري کې د اسراییلو سره د معلوماتو د تبادلې لپاره فعالیت کوي. د قبرس له اډې څخه د برتانوي استخباراتو په عملیاتو کې د غزې تړانګه، لبنان او د منځني ختیځ نورې سیمې شاملې دي.

کوربین یادونه وکړه چې د بریتانیا حکومت د غزې د جګړې په ملاتړ او د روسیې او اوکراین د جګړې په غندلو کې دوه ګونی معیارونه لري.

هغه دا هم څرګنده کړه چې برتانوي چارواکي هڅه کوي چې د فلسطین په ملاتړ کې د مظاهرو او کمپاینونو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ!