برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ حمل , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دغزې به تړانګه کښې فلسطینیان دصهیونیسټو پوځیانو په لاسو شهیدان شول

دیورپوت له مخې د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې په غزې تړانګه کښې په پروني لاریون کښې همداشان ۱۰۷۰ فلسطینیان هم زخمي شوي دي.


په غزه کښې اوسیدونکو فلسطینیانو د ستنید د حق د لاریون په اتمه ورځ چې د مارچ له دیرشمې نیټې څخه د ځمکې د ورځې په مناسبت پیل شوی، خپل ټاټوبي ته د ستنیدو په حق ټینګار وکړ.
په دې تیرو اتو ورځو کښې تراوسه ۲۷ فلسطینیان د اسرائیلي پوځیانو په ډزو شهیدان شوي او له دوه نیمو زرو زیات زخمي شوي دي.
د ویلو ده چې د تیرې اونۍ د جمعې په ورځ یعنې د مارچ په دیرشمه نیټه زرګونه فلسطینیانه د ځمکې د ورځې په ۴۲ کلیزه، د ستنیدو د حق په سوله ایزو مظاهرو کښې له نیواکي ټاټوبي سره د غزې تړانګه د سرحدي سیمې په لور روان شو خو د اسرائیلي پوځیانو له حملې سره مخ شول. په دغه ورځ لږترلږه ۱۷ فلسطینیان شهیدان شو او څه باندې څلور سوه زخمي شوي وو.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه