برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعراق لومړی وزیر دامریکا له بایکاټ سره مخالفت

آریانانیوز: العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د عراق نوی لومړی وزیر عادل عبدالمهدی دایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په شمول له هرډول اقتصادی کلابندۍ او بایکاټ سره د خپل هیواد په اصولی مخالفت ټینګار وکړ.


هغه وویل عراق به چې په خپله یې له بایکاټونو زیات تاوانونه لیدلی دی له نړیوالو قوانینو بهر به د هیڅ ډول اقتصادی کلابندۍ او بایکاټ پیروۍ ونکړی .
دعراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی دغه راز په یوه دوست هیواد باندې چې په نړۍ او سیمه کښې د سولې له ټینګیدا او دترهګرۍ پرضد ګډ پلانونه او ګټې ورسره لری له هرډول حملې سره دمخالفت په ترڅ کښې وویل د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې نه لاسوهنه د عراق دنوی حکومت لومړیتوب دی .
2

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي