برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 12 فوریه , 2019 لنډ لینک :

د امریکا تش په نامه داعش ضد ایتلاف په سوریه کې شل ملکيان ووژل

آریانانیوز: د العالم چینل د راپور له مخې د امریکایي ایتلاف الوتکو پرون مازیګر دغه کلی بمباري کړ.  ځایی سرچینو له دې مخکې د وژل شویو کسانو شمیر څلور تنه اعلان کړی و.


په لندن کې میشته  د سوریې د بشري حقوقو څارونکي د سوریې د ختیځ په دیر الزور کې  په باغوز کلي د امریکا تر کوماندې لاندې د تش په نامه داعش ضد نړیوال ایتلاف  د الوتکو په حملو کې د  شپاړسو ملکي کسانو منجمله اوو ماشومانو  د وژل کیدو خبر ورکړ.
د العالم چینل د راپور له مخې د امریکایي ایتلاف الوتکو پرون مازیګر دغه کلی بمباري کړ.  ځایی سرچینو له دې مخکې د وژل شویو کسانو شمیر څلور تنه اعلان کړی و.
د سوریې دولت په ځلونو د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د لیکونو په استولو سره  له هغوي غوښتې چې  په سوریه کې د امریکایي ایتلاف جنایتونه پای ته ورسوي.
ایروارزڅارونکې ډله چې په عراق  او سوریه کې دامریکا د تش په نامه داعش ضد ایتلاف  حملې څاري په دا وروستیو کې اعلان وکړ چې  په عراق او سوریه کې د امریکایي ایتلاف  په هوایی حملو کې  له دوه زره څوارلسم کاله تر اوسه  تر پینځو زرو زیات ملکي کسان وژل شوې دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه