برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملازیا وزیراعظم – اسرائیلي لوبغاړو ته ضروري مجوزونه صادر نه کړم.

آریانانیوز: ماهاتیر محمد خبریالانو د یوی مرکه په ترځ کښې د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ او جنایتونو په وړاندې د فلسطین له خلکو د ملاتړپه ټینګار سره وویل: د دې سیاست له مخې ملایشیا د ۲۰۱۹ کال د پارا لامبو په نړیوالو سیالیو کښې د ګډون لپاره اسرائیلي لوبغاړو ته مجوز نه ورکوي.
ټاکل شوې چې د روان ۲۰۱۹ کال د جولایۍ له ۲۵نه د آګست تر څلورمې پورې ترسره کیدونکې دغه نړیوالې سیالۍ د ملایشیا په کوچین ښار کښې ترسره کیدونکې دي.
د ملایشیا د وزیراعظم دا څرګندونې پس له دې مطرح شوې چې ځینو رسنیو په دغو مقابلو کښې د صهیونیسټي رژيم د لوبغاړو لپاره د ویزې ترلاسه کولو په موخه پر ملایشیا د صهیونیسټانو د دباؤ اچولو په لړ کښې ځیني رپورټونه خپاره شول.
ملایشیا له صهیونیسټي رژیم سره سفارتي اړیکې نه لري او د دغه هیواد حکومت او خلک په نړیوال ډګر کښې تل د فلسطینیانو ملاتړي پاتې شوې دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي