برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ايټمي انرجۍ نړيوال اژانس مشر

آریانانیوز: د اېټمي انرجۍ نړيوال اژانس د ملګرو ملتو د د دغې ادارې د مشر يوکيو آمانو د مړينې خبر ورکړ.



روئيټرز خبري اژانس نن د دې خبر په اعلانولو سره وويل چې د ايټمي انرجۍ نړيوال اژانس سېمبولک بېرغ به د دغې ادارې په غړيو هېوادونو کښې نيمه رپول کيږي.
څو ورځې مخکښې ويل شوي وو چې دوه اويا کلن آمانو د بيمارۍ په وجه د راتلونکي ۲۰۲۰ ميلادي کال په مارچ مياشت کښې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس له مديريته د استعفاء ورکولو اراده لري.
خو تېره هفته له دغې ادارې سره نزديو سرچينو د يوکيا امانو له وعده کړې شوې نېټې نه مخکښې د څنګته کېدو او د رومانوي ډېپلومېټ کرنل فروتا او د آرجنټائن د ډېپلومېټ رافائل ګروسي ترمېنځ د آمانو د ځای ناسي لپاره د سيالۍ خبر ورکړ.
کرنل فروتا په اوس حال کښې د آژانس د سياستګزارۍ د لوړ رتبه غږملونکي په توګه په فعاليت بوخت شوی دی او رافائل ګروسي د ايټمي انرجۍ په نړيوال آژانس کښې د آرجنټائن استازی دی.
آمانو چې له جاپان سره يې تعلق لرۀ په ۲۰۰۹ کال کښې د دغې ادارې مشري په غاړه اخېستې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي