برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمېر په اکنور کلي کې د پاکستاني پوځیانو ډزو کې ۶ کسان وژل شوي چې یو یې ۸ میاشتنۍ ماشوم دی.


د وژل شوي ماشوم پلار، ګوپال وايي، ماشوم یې دوشنبې شپې هغه‎مهال په نښه شوی چې دوی په خوب کې وو.
ګوپال وړاندې وايي:«د شپې نېږدې یوولس بجې وې، ماشوم مې له مور سره یې ویده وو. ناڅاپه مود ژړا غږ واورید. کله چې پورته شوم ومې لید، ټول کالي یې په وینو ککړ وو.»
تاوتریخوالي کشمېر کې پر پوله پراته د کلیو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د کلي مشر، رتان لال په دې اړه وايي:«ان بې ګناه ماشومان هم په امن کې نه دي. حکومت یوازې ژمنه کوي، خو پاکستان غیر قانوني او غیر اخلاقي کړنو څخه نه په شا کېږي.»
یوه وروستۍ اوونۍ کې د کشمیر پولو کې د پاکستاني پوځیانو شمېر زیات شوی دی، یو شمېر خلکو سیمې پرېښې دي او مؤقتو پنډغالو ته لېږدول شوي دي.
له بلې خوا سیمه‎يیز بازارونه تړلي دي.هند او پاکستان له کلونو را په‎دېخوا د کشمير پر سره ستونزه لري، دواړه هېوادونه ټوله سیمه خپله ګڼې، خو یوه برخه یې په واک کې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي