برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

کرونا ویروس د نړۍ نیمایي زده کونکي له زده کړې بې برخې کړل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ملګرو ملتونو تعلیمي، تربیي، علمي، ثقافتي او کلتوري سازمان (یونیسکو) پرون د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې په نړۍ کې ۸۵۰ ملیونه زده کونکي له زده کړو بې برخي دي.
د یونیسکو په وینا چې د نړۍ نیمایي زده کونکي او محصلین د کرونا ویروس له کبله د خپلو ښوونیزو مرکزونو بندوالي له کبله په کورونو کې پاتې کېدو ته اړ شوي دي.
د یاد سازمان په وینا، په ۱۰۲ هېوادونو کې ښوونځي، مکتبونه او پوهنتونونه په بشپړ ډول او په ۱۱ هېوادونو کې په جزوي ډول تړل شوي دي.
د یونیسکو سازمان په وینا دغه ستونزې به د تعلیم پر وړاندې یوه بې ساري ننګونه وي، او د ښوونیزو ادارو او زده کونکو لپاره به ستر زیان ولري.
که څه هم د نړۍ په ځینو پرمختللي هېوادونو کې د ټکنالوژي پر بنسټ د ویدیو له لارې د زده کړو ځینې ستونزې حل کیږي او په دې تړاو چټک پرمختګ دوام مومي خو زیاتره هېوادونو له دغه ډول اسانتیاو بې برخې دي.
د یونیسکو سازمان وایي چې دوی د نړۍ د پوهنې له بېلا بېلو وزیرانو سره د ویدیو له لارې په منظم ډول غونډې ترسره کوي تر څو په دې تړاو غوره حل لارې ومومي او لومړیتوبونه وټاکي.
د یادونې ده چې د نړۍ په شاوخوا کې اوسمهال پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېره له ۲۰۰زره کسانو پورته شوې او د مړو شمېره یې له ۸زرو پورته ښودل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array